...

رحمان بابا

ته شها يې شکر لبه

ګل رخساره سيم غبغبه

په نادرو کې نادره

په عجبو کې عجبه

په جمله و معشوقو کې

بوالعجب يې منتخبه

بې زيوره ښايسته يې

بې ترتيبه مرتبه

دغه داد د الهي دی

يې تالاشه بې طلبه

اب حيات چې حيات موند بيا

ستا د شونډه له سببه

مخ دی سپين تر سپين سبا دی

زلفي تورې تر تور شبه

ستا د مخ عرق دانه و

زينت رانيوله کوکبه

د ښايست مخي دي نشته

تر مشرقه تر مغربه

د وصال مونده دي ګران دي

مګر فضل شي له ربه

چې د رب فضل پرې وشي

هغه خلاص شي له غضبه

دا دولت د خدای په داد دي

مونده نه شي له نسبه

عشق څه هسې علم نه دی

چې حاصل شي له مکتبه

مکتب حال د مذهب وايي

عشق سوی دي له مذهبه

د عاشق مذهب هم دا دی

چې دم نه وي بې مطلبه

ستا د حسن په صفت کې

رحمان ګنګ شه له ادبه