

رحمان بابا
چې يې وليده ستا حسن بې حسابه
له دې قصده تاو پيدا شه له افتابه
په ارزو دي د نرګس سترګي څلور شوې
غنچه سره د زړه په وينو شوه غرقابه
ستا په غم مې سترغلي سرې سرې ناغې شوې
يا خيمې دي سياه پوشي سره طنابه
که دي زلفي په مخ پيچ و تاب شوې ښايي
ويښته څه طاقت لري د اور له تابه
زه چې خدای د ستا د غم سره اشنا کړم
خوشحالي مي نور نايابه شوه نايابه
سترغلي مي د فراق په ژړا سره شول
د سبزې اثر يې پاڅيده له ابه
ماه خورشيد د ي په ښايست پوري شرميږي
ځکه مخ فنا کوي تر کوه قابه
زه دې پيژنم په اصل کې خاکې يې
ځان به څو څنډې په ګوته له ترابه
څو دي خيال د اشنا ګرزي په ليمه کې
خبر زده کړه ته د اوښه له سيلابه
د رحمان به بخت هاله له خوبه ويښ شي
که ته سترګي ورته پورته کړې له خوابه