...

رحمان بابا

د دلبرو په درګاه

نه حرمت لرم نه جاه

غوڅوي مې د زړه ولي

د چشمانو په نګاه

همره قدر مي هم نشته

لکه قدر د ګياه

هيڅ خبر له ځانه نه يم

چې يې څۀ لرم ګناه

يو نظر را باندي نه کا

از برای عندالله

که له غمه يې سر پټ کړم

بل سر نه لرم پناه

د رحمان په څير دې نه شي

حال احوال د چا تباه