...

رحمان بابا

هر ساعت زما د غوږ په تاوولو

د فلک لاسونه شنه شوه تر څنګلو

همره غم د بيلتانه را باندي راغی

چې حساب يې نه په خوله شي نه په کښلو

هغه سترګي چې نرګس و هم بادام دي

تيرې توري دي زما په قتلولو

هغه شونډي چې شيرين دي تر قندو

ما هيڅ فيض ځني بيا نه موند بې ښکنځلو

دا کاږه کاږه باڼه او کږې وروځي

نور څه نه کا بې کږو کږو وهلو

په شپه نوکې د عاشق په وينو سرې کا

سبا پورې کا نکريزي په منګلو

دا زما د قاتل لاس دي نه پوهيږم

که تر باغ وتلي ښاخ دي د سرو ګلو

دريغه مرګ يې په دنيا کې نيمه خوا شوي

ښايسته غنچې يې پرې يستې د ګولو

هسې بند شه په کمند د تورو زلفو

چې حيران يم د رحمان په خلاصولو