

رحمان بابا
تا چې رنګ و ميو ورکړ د لبانو
اور دي پوري کړ په کور د مي خورانو
چې دي جوړه کړه لنده د کږو وروځو
خو به ښکار کړې په حرم د غزالانو
چې دي اسم د زنځير په زلفو کېښود
معطر دي کړ دماغ د ديوانګانو
په رخسار چې دي د خط غبار څرګند شه
سر بلنده شوه فرقه د خاکسارانو
کاږه غشي واړه بيرته ځي له نښي
زه ازار کړم ستا کږو کږو مژګانو
چې زما د يار تر مينځه جدايي کا
کاڼي پريوتي په خونه د بدانو
که مي چري خواست د خدای په در قبلېږي
سوال په زه د عمر کړم د مهوشانو
سور پيزوان دي په سرو شونډو هسې زيب کا
لکه جيم په قلم ښکلي کتابونو
د سرو ټيک دي شهزاده په جبين پروت دي
شينکې خال دي محاصل په بنديوانو
دواړه ليچې دي وکښلی مصرۍ توري
در پوهيږم سر به پرېکړي د خوارانو
ستا له غمه په ځان زړه د رحمان سوزي
لکه شمع په زيارت د شهيدانو