

رحمان بابا
تور ليمه مي د فراق په ژړا سپين شو
دوباره د زړه په وينو کې رنګين شو
ما وې زه به لا ديدن کړم د ياروانو
خبر نه وم چې ياران په کوچ تعيين شو
چا پتنګ غوندي ځان واچاوه و اور ته
څوک ژوندي لکه بلبل په اتشين شو
و مرده و ته د مرګ خوارۍ شوې پيښي
او ژوندي په زندګۍ کې اندوهګين شو
د قضاسپاهيانو هسې لاس په تاخت کړ
چې پايمال هزار خسرو هزار شيرين شو
چې قدم يې په اسمان ايښود له نازه
هغه هسې نار پرور زير زمين شو
چې مدام يې د سنجاب د پاسه خوب کړ
اوس په زمکه بې بستر و بې بالين شو
د رحمان خاطر به ولي پريشان نه وي
چې پريشان ور څخه جمع همنشين شو