...

رحمان بابا

هيڅوک مه شه ګرفتار د تورو زلفو

مه اسير شه په کفار د تورو زلفو

هم په شان د تورو زلفو به پريشان وي

هر چې کاندي انتظار د تورو زلفو

د محشر عالم به کله په قرار و

څوک به څه غواړي قرار د تورو زلفو

څو يې صبح د قيامت دميده نه شي

ورځ به نه شي شب تار د تورو زلفو

مګر شمع د سپين مخ شي باندي بله

ګڼه نشته نور انوار د تورو زلفو

تار په تار کا د عاشق د خاطر خونه

چې حلقه شي تار په تار د تورو زلفو

چې تمام جهان يې نښتي دي په دم کې

څوک به څه کاندي انکار د تورو زلفو

زه له کوم يوه کمنده سر وکاږم

کمندونه دي هزار د تورو زلفو

په تندي د محتسب کا دره ما ته

چې پرې راشي دره دار د تورو زلفو

همره زړونه يې پيلي په هر تار دي

چې تسبيح کړ خدای زنار د تورو زلفو

ملک د هند و د حبش يې واره زير کړ

چې پيدا شه هر يار د تورو زلفو

ښامارانو غوندي ګرزي په ګنجونو

نشي هيڅ په زړه کې ډار د تورو زلفو

که به بل مار چيچل په لاس يا په پښو کا

په زره خوله لګوي مار د تورو زلفو

د رحمان تر قلم مښک و عنبر اوري

چې اغاز يې کړ اشعار د تورو زلفو