

رحمان بابا
اوښې نه لري حساب زما د سترګو
بې حسابه شه سيلاب زما د سترګو
سياهي مي همه واړه سفيدي شوه
هسي پريولی شي کتاب زما د سترګو
که مې سره دي که مې سپين دي که مې تور دي
اوښو يووړ هر اسباب زما د سترګو
چې رخسار د هغه يار را څخه پټ شي
حبطه شي اب و تاب زما د سترګو
چې ګداز يې په دا ګرمو اوښو نه شه
مګر ګاڼي دي حباب زما د سترګو
چې مي نقش په زړه سرې شونډي د يار شوې
کان د لعلو شه ګرداب زما د سترګو
که نور خلق د افتاب په رڼا زيست کا
مخ د ترکو دی افتاب زما د سترګو
ما يې خيال لره ابلق د سترګو زين کړ
قدم نه ږدي په رکاب زما د سترګو
لکه تښتي وحشيان له مردمانو
هسي وتښتيده خواب زما د سترګو
ما رحمان چې سترګي روڼي په خپل يار کړې
اوس محال دي اجتناب زما د سترګو