

رحمان بابا
که نظر کا څوک په کار د درويشانو
خود به وويني وقار د درويشانو
په دغه لاري به ورشي خدای رسول ته
که څوک يون کاندي په لار د درويشانو
هر ګفتار به يې د خدای په در قبول وي
چې قبول يې کړ ګفتار د درويشانو
هسي ګرم بازار بل په جهان نشته
لکه ګرم دي بازار د درويشانو
په يوه قدم تر عرشه پوري رسي
ما ليدلی دي رفتار د درويشانو
همره خلق يې زيارت کا پس له مرګه
چې بازار وي په مزار د درويشانو
پادشاهان د دې دنيا واړه پراته دي
لکه خاوري په دربار د درويشانو
هر بهار لره خزان په جهان شته دي
خزان نه لري بهار د درويشانو
د جنت د باغ ګلونه به يې هير شي
که څوک وويني ګلزار د درويشانو
چې دنيا يې کړه د خدای د پاره ترکه
صد رحمت شه په روزګار د درويشانو
د قارون و حال ته ګوره حال يې څه شه
راشه مه کوه انکار د درويشانو
په هر چا چې د غضب لنده کا ښخه
خطا نه درومي ګزار د درويشانو
درست ديوان د رحمان ځار تر د اغزل شه
چې بيان يې کړ کردار د درويشانو