...

رحمان بابا

خان سلطان د دې جهان

اخر درومي خوار حيران

د قضا په ځيل تړلي

په مثال د بنديوان

شيرين ځان ورڅخه درومي

نه يې زور شي نه يې توان

که ښندي مال و ملک واړه

هيڅ رنګ نه مومي امان

نه يې مل نه يې حامي وي

درد يې ورشي په خپل ځان

درمانده و ته ولاړ وي

وزيران و وکيلان

هيڅ دارو کولی نشي

کوز کوز ګوري حکيمان

بادشاهي يې پاتي کېږې

زړه يې چوي په ډېر ارمان

چې يې روح له تنه بيل شي

نور پرې ژاړې فرزندان

يو ساعت ورباندي ژاړي

اخر صبر کړي خواران

بيا يې غسل لره واخلي

په تخته باندي عريان

په جامو يې خوشحال ليږي

مردو شوی او غاسلان

چې له قبره يې بازګشت شي

مال يې يوسي وارثان

په مسند يې دعوي کاندي

هم دوستان هم دښمنان

سهيلي يې تالا کاندي

هغه خپل مصاحبان

نام نشان يې هسې ورک شي

لکه عين بې نشان

نه يې نقش پاتي کېږي

نه يې اسم په جهان

دا دنيا اب روان ده

نه شي نقش په اب روان

که هزار رنګ ابادي کا

نهايت خانه ويران

لکه باد هسې به تير شي

هغه دور هغه دواران

دا بيان دور و دراز دی

کوته قطع کړ رحمان