

رحمان بابا
ورکه عاشقي شه هم يې نوم هم يې نشان
زه يې هسې خوار کړم لکه خاک د بيابان
زه د عشق په کار کې تير تر سره هم له مال يم
دريغه که په سر مې دا مشکل کا خدای اسان
کښېوتم د عشق په ادم خورو ګردابونه
نه په وړاندي تلی شم نه په بيرته ګريزان
رنځ د عاشقۍ چې زه ظاهر کړم و طبييب ته
هيڅ ويلي نه شي طبيبان و حکيمان
راشه عاشقي مه کړه رحمانه او که نه وي
تل په اور به ناست يې که پادشاه يې د جهان