

رحمان بابا
څو به شميرم زه غمونه د هجران
هومره ډېر دي لکه ريګ د بيابان
د سړي د دښمنۍ طاقت مې نه وه
خدای را پېښه دښمني کړه د اسمان
لکه څوک چې د اوښ ابر په ميږي کېږدي
هسې زه يم په خپل غم پورې ناتوان
لکه اور د بيلتناه چې په ما اوري
چا ليدلې کڼه اور دې په دا شان
د يار غم به مې هغه سړي په شمار کړي
چې شميرلي يې ويښته وي د خپل ځان
که څوک وايي حال دې څه دی په هجران کې
په خاطر دي صبر کړي دوزخيان
ناقرار روح مې د يار په هوا والوت
تش صورت مې په ځای پاتي شه حيران
د يار دم مې زړه په غټو سترګو يووړ
لکه بت چې په ديوال کې شي حيران
ما وې زړه د مومن عرش دی خبر نه وم
چې به عشق زما دا عرش کاندي ويران
عاشقۍ يې تر هغه حده بې هوښ کړم
چې نه هوښ لرم نه سر و نه سامان
لور په لور يې د تهمت په غونډو ويشت شم
ملامت راباندې وايي درست جهان
چې دا حال ورباندې نه وي ورغلی
په ويل به څه ګروهېږي د رحمان