...

رحمان بابا

ته چې هسې ګاه يې ترش ګاه يې خندان

له عاشق سره کينه کړې که احسان

له احواله دې چا نه زده چې به څکړي

کله جور کله لطف کړې عيان

رنځ راحت د عاشقانو واړه ته يې

دا دروغ دي چې وصال دي يا هجرن

هغه شونډې چې خوږې دي تر شکرو

له ښکنځلو يې عار نه کا عاشقان

رجوعات د ښايسته و چا ته نه وي

هر ګز نه وي سرکوزي د سر و شان

دغه هسې رنګ ښايست لکه چې ستا دې

نشته دا رنګه ښايست د هيڅ انسان

کست تر هسې حده ولي کړې ګل رخه

چې له ډيره نازه وژني عاشقان

و هر چا و ته چې ستا قوت رسېږي

هلته نه رسي قوت د درست جهان

ستا له جوره زهره نه لري چې اه کا

که کشور د عاشقانو شي ويران

خوار حيران لکه عاشق دي ستا له دره

خدای دي هيڅوک هسې نه کا خوار حيران

لکه ډېر وايي د وصل راحتونه

دغه هسې د فرقت دي سخت زندان

د رخسار نښي دي واړه د خورشيد دي

چې يې درست جهان له نوره دي روښان

له هوسه دې هر ګل کره خندا شوه

چې يې وليد ستا د حسن ګلستان

کله وي چې نصيحت کاندي عاشق ته

که له حسنه دي اګاه شي زاهدان

رنګ روی دي لري رنګ د سرو ګلونو

توري څڼي دي ښاخونه د ريحان

سياهي د نوي خط دي هسې زيب کا

لکه ښکلي واړه توري د قران

و کوهي ته چې لغزش کاکال خطر وي

کل خيرت دي کوهي ستا د زنخدان

که د درو تجلي ده ډېره ډېره

در تاريک شي چې ظاهر شي ستا دندان

ته سلطان د ښايسته و يې دلبره

دا نور واړه ښايسته دي نوکران

که دا نور ښايسته ستوري ويل کېږي

ته خو رشيد غوندي صورت لرې روښان

له هر چا چې اوريده شه دغه وايي

چې ښايست دي زړه نه لري نقصان

در و لعل شو ويل د رحمان ځکه

چې د ستا د لعلو شونډو شه ګويان