

رحمان بابا
فراموش مې کړ د ستا په مينه ځان
ځان لا څه دی بلکه عمر جاودان
لکه زه چې ستا د در په خاورو خوښ يم
هومره عيش و طرب نه لري شاهان
لکه زه يې چې ستا د غم پنډونه اخلم
هومره پنډ اخيستی نه شي پهلوان
هسې بې سر و سامان يم ستا په عشق کې
چې اګاه نه يم په سر و په سامان
هسې بې شرابو مست يم ستا په مينه
چې خبر نه يم له زمکې له اسمان
دا به څه رنګ شي چې ته د کال وعده کړې
په ما نه تيرېږي بې تا يو زمان
تمامي عمر د ستا په طلب ورک يم
لټوم دي په هر ښهر په بيابان
که له دره يې شړې که يې پرېږدې ته
ډېر مين دی ستا په مخ عبدالرحمن