

رحمان بابا
که ترې واوښته شاهان و سلطانان
هيڅ نيمګړی په چا نه شه دا جهان
که هزار هزار فنا شي په يو دم کې
بيا پيدا شي په يو دم کې هزاران
د رفتن د امدن حساب يې نشته
لکه بحر چې بهېږي بې پايان
يو د بل په غم نه نرم وي نه ګرم
هم د هغه زده چې ور يې شي په ځان
پيغمبر غوندي صاحب تر دنيا تير شي
دا دنيا ويرانه نه شوه په هجران
چې دا هسې عالم لاندي شه تر خاورو
د چا ياد دي ما و تا غوندي سګان
که غلبيل کړم د تمامي دنيا خاوري
بيا به نه مومم دارا و شاه جهان
بوی د نام و نشان يې پاتي نه شه
چې دعوی يې کړه د نام و د نشان
که دروغ وايم ته ورشه نظر وکړه
د خپل پلار و د نيکه په ګورستان
چې يې ته په دواړ ه سترګو ښکلولې
ګوره څه شوې هغه خولې هغله لبان
چې مدام يې په قربان قربان بللې
اوس دې غږ درباندي وکا چې قربان
د رحمان و سوزان شعر ته حيران يم
چې يې اور بل شوي نه دې په ديوان