

رحمان بابا
که پخوا تر اشنايۍ وي بيلتون
ما به نه و له چا کړي پيوستون
چې مې يار په ستګو وليد ما ګمان کړ
چې هم دا ساعت مې بيا مودنده ژوندون
په نيمګړي داد خبر د فلک نه وم
چې به بيا شي په ستنه را څخه ستون
نن ساعت چې له دې حاله خبردار شوم
سکه تر نن ورځي بهتره وه پرون
هر زحمت چې په ما راشي شکرانه کړم
عاشقۍ تر هسې حده کړم زبون
اوس که لاس زه وبله مږم هيڅ سود نه کا
هغه چاره چې له لاسه شوه بيرون
لکه نمر په څلورم اسمان ځلېږي
محبت يې له حجابه کرم بيرون
چا چې نښه له ښه مخه راکوله
اوس يې سور په نيلي ګزري د ګردون
په دا هسې حال کې څه رنګ صبوري شي
چې دښمن دي کامراني کا ته محزون
که په صبر سره تور کاڼي لعل کېږي
لعل يې مه کړه په دا هسې جګر خون
د دنيا هوس په ما باندې حرام شه
د هوسۍ هسې کړم شپه په ميږتون
دريغه يو ځله هغه زما په حال شوي
چې و ما ته لولوي صبر و سکون
و رحمان ته ځان هغه ګړۍ اسمان شي
چې د ستا په غم کې ناست وي سرنګون