

رحمان بابا
چرته د يار شونډي چرته غم د دل و
جان
چرته کتي لال و چرته لعل د بدخشان
پاک و منزه دي عشق د نفس له خاصيته
چرته چاه د ګيډې چرته چاه د زنخدان
لږ تفاوت نه دي د رندۍ د زاهدۍ
چرته زلمي جونه چرته کونډي يتيمان
واړه بې وقوف دي چې څوک دين په دنيا پلوري
چرته پنځه ورځې چرته عمر جاودان
ځار شه د هوا و حرص خيال تر قناعت
چرته ملک د مصر چرته ده د غلامان
نه شي د خانانو د ملنګو سره کلي
چرته عزيز خان چراته ملنګ عبدالرحمن