

رحمان بابا
دنيادار د دنيا کار کا زه د دين
خوانين زما په ملک دې خوشه چين
هيڅ کم نه دی تر سپين مخ د دلبرانو
نلکه ښه دي زما شعر نمکين
مراد له تورو سپيونو واړه دلبري ده
موقوف نه دي دغه کار په تور و سپين
مرتبه د سليمان چې چا له ورشي
هيڅ پوره نيمګړي نه دي پر نګين
چې رنګين رنګين مضمون پرې ښکلي نه وي
څه پکار دي د بياض ورق رنګين
خوند په خوله دي نه په څکه نه په خواړه دي
اب و خور که د چا تلخ وي که شيرين
غرض خوب دي که په خس وي که په خاوره
څه حاجت دي په بستر و په بالين
مصرۍ توره هم په بد غلاف کې زنګ شي
خدای څوک مه کړه د بدانو همنيشين
څه عجب که په ورځ مهر په شپه ماه شي
د رحمان اشنا چنان دي هم چنين