

رحمان بابا
هسې تېز درومي دوران
ګويا برق دی درخشان
د اسيا په څېر ګردش کا
په زين ناندې اسمان
ککرۍ دي د سړيو
چې ووړېږي تر دا ميان
پيدا کېږي فنا کېږي
نه يې حد شته نه پايان
نه يې حد و نه پايان شته
نه يې سر شته په سامان
ځنې ډول وهي ښادي کا
ځنې وير کا د خپل ځان
ځنې شمع غوندې ژاړي
ځنې ګل غوندې خندان
که يې ګورې يو ګلزار دی
که يې ګورې يو بيان
يوه هسې تماشا ده
چې يې هيڅ نشته بيان
کيفيت يې مونده نه شي
په دليل و په برهان
چې يې کومه خوا رفتن دی
يا يې چرته دی مکان
خدای خبر دی په دا علم
هيڅ خبر نه دی رحمان