

رحمان بابا
زه د يار په درد وغم کې غرقاب خوښ يم
په دا اور کې يې طاقت و بې تاب خوښ يم
که ډوبېږم په اوبو که په اور سوزم
د سرو شونډو په اتش و په اب خوښ يم
چې د يار د خط و خال نښې په کې وي
زوړند سر په مطالع د کتاب خوښ يم
تر دا پوچه ګفتګو چې يې زه اورم
په نغمه په ترانه د رباب خوښ يم
د ريا تر ناقبوله عبادته
د ساقي په ميو مست و خراب خوښ يم
چې نه علم نه تسبيح نه تلاوت وي
له دې هسې بيدارۍ زه په خواب خوښ يم
د طوبی د ونې سوری مې خوښ نه دی
ستا د مخ په لنبو سوی کباب خوښ يم
خاموشي که هر څو لويه مربته ده
زه له يار سره په سوال و جواب خوښ يم
د يار ډېرې غمخوارۍ يم عاجز کړی
رحمان ځکه په خوردن د شراب خوښ يم