

رحمان بابا
که هزار ځله نږدې د زړه په ياد يم
زه چې يار په سترګو نه وينم ناښاد يم
که يار سل ځله وعدې د وصال وکا
زه له ډېرې تلوسې بې اعتقاد يم
په جفا وپه وفا يې لارغه نه شي
پرحذر د ناز پرور په کړی داد يم
د بې نيازو په نياز څه اميد د کړو دی
زه پرون سلطان خسرو وم نن فرهاد يم
که د يار له لاسه اور راباندې بل وي
لکه شمع مستقيم په خپل استاد يم
بې مينه قراري راباندې زوګ دی
شپه او ورځ په حرکت کې لکه باد يم
که همه عمر مې يار په غېږ کې ناست وي
زه له غمه به د هجر په فرياد يم
يو زمان مې د زړه مراد موندلی نه دی
پيدا کړی خدای په اصل کې نامراد يم
د وصال په يوه کال مګر برپای شم
د هفتې په هجر هسې بې بنياد يم
چې يې نوره نتيجه نشته بې غمه
حق حيران د عاشقۍ په دا داد يم
په وصال کې مې د هجر طمعه نه وه
اوس حيران متحير په دا فساد يم
بې له عشقه چې مې پړی شو د پوزې
ګڼه نور له جملګي قيده ازاد يم
که مې پيري که مې پلوري چاره نشته
زه رحمان د ښايسته و خانه زاد يم