

رحمان بابا
زه له دې جهانه تلونی په شتاب يم
لکه پاڼه د خزان پښه په رکاب يم
که هزار اباداني کړم په جهان کې
غرض دا چې نهايت خانه خراب يم
که مې اصل د حياتو له اوبو دی
بيا خو دا چې د اوبو په سر حباب يم
دا جهان قصاب خانه کړه خدای و ما ته
پای بسته ولاړ په غولي د قصاب يم
چې د خدای له معرفته خبر نه شوم
معلومېږي چې يا ديو يم يا دواب يم
که صورت مې د سړي دی زه يې څه کړم
په معنا کې د چارپايو په حساب يم
لکه بت چې په رڼو سترګو اوده وي
هسې زه په بيدارۍ کې وړی خواب يم
په طاعت په عبادت مې زره يخ نه کړ
همېشه د معصيت په اور کباب يم
سر د خدای و عبادت ته اېښوی نه شم
مدام ډوب د ګناهونو په ګرداب يم
چې و خپلو ګناهونو ته نظر کړم
سزاوار د هر عذاب و هرعتاب يم
لکه څوک چې په خره سور وي مخ يې تور وي
زه هم هسې په خپل خدای پورې بې اب يم
غزا وشوه که ګفتار لرم په ژبه
زه رحمان چې کردار نه لرم کذاب يم