...

رحمان بابا

په ښه خوی له بدخواهانو بې پروا يم

په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا يم

په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا يم

ايينه غوندې بې رويه بې ريا يم

ايينه غوندې بې رويه بې ريا يم

لکه سرو مدام سبزه تازه پا يم

هم په دا سپينو جامو چې معلومېږم

لکه ابر هم ګوهر يم هم درا يم

قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دی

پټ د درست جهان بادشاه ظاهر ګدا يم

د غونچې په څېر په سل ژبو خاموش يم

لکه بوی هسې په پټه خوله ګويا يم

په ژړا مې د خپل يار ديدن حاصل کړ

د شبنم په څېر له ګل سره يکتا يم

که چا لار د عاشقۍ وي ورکه کړې

زه رحمان د ګمراهانو رهنما يم