

رحمان بابا
تر هغه حده به هورته بد سړی شوم
چې د درست جهان په سترګو کې اغزی شوم
دنيا واړه ځبله زيست او روزګار کاندي
خو يو زه په دغه بار کې کوږ لرګی شوم
تمامې جهان لمن راڅخه نغاړي
سپين زړوکې مې اغوسی تور کودی شوم
هيڅ حاجت د هنر نشته و نصيب ته
غزا وشوه که مومند که داودزی شوم
د نوح زوی هم د يو نېک نيکه نمسی و
ګڼه زه هم د يو نېک نيکه نمسی شوم
کل وسواس له احتياط پيدا کېږي
زه له ډېرې هوښيارۍ نه لېونی شوم
اوس عطا د ادميت راباندې وشوه
چې رحمان د هغه يار د کوڅې سپی شوم