

رحمان بابا
په يوه غمزه د سترګو يې فنا شوم
سر تر پايه بې بنياده بې بقا شوم
ما د يار له غمه دم وهلی نه دی
که مې دم وهلی نه دی هم رسوا شوم
ښه چې تن مې توی تومنه شو په عشق کې
ها له څاڅکې د شبنم وم اوس دريا شوم
زه د يار و مخ ته ګورم يار و ما ته
چې داخل په تماشا شوم تماشا شوم
په هجران کې يې ګدا وم کند په غاړه
په وصال کې يې پادشاه د امرا شوم
په خپل کلي په خپل کور کې مې غربت دی
په صدف کې يتيم در غوندې يکتا شوم
مستوري راڅخه يووړه مستو سترګو
رحمان ځکه په وګړي کې رسوا شوم
بادشاهي د ګدايانو په دعا شي
زه رحمان ځکه بادشاه شوم چې ګدا شوم