

رحمان بابا
څو به صبر په جفا د يار کوم
څو به موم د لمر و مخ ته ګرزوم
عاشقي او صبوري سره دروغ دي
زه دا لافې په دروغ څرنګه وهم
ته و ما ته نصيحت مه کړه ناصحه
زه دا خپل تخم خپل ځان لره کرم
ما خو زده چې مينه اور دی خدای مين کړم
دانسته خپسر و اور ته اچوم
سر رشته مې خدای همه د يار په لاس کړه
په هر لور چې مې راکاږي پسې ځم
د اشنا د ميني لاس زما ګرېوان دی
زه په دا کار کې هيڅ عذر نه لرم
عاشقانو باندې حق د معشوقو دی
حق به ولې په باطلو بدلوم
ما چې مينه د يار فرضه په خپل ځان کړه
ترو له فرضو غاړه څرنګ غړوم
دا څه ژوند دی چې يار نه وينم په سترګو
زه رحمان په جهان سترګې غړوم