

رحمان بابا
چې له مرګه بې پروا يې په هر دم
دغه هسې غم دې هېر دی په کوم غم
نورهمه واړه غمونه به دې هېر شي
که يو ځل درباندې راشي دا ماتم
چې زخمي يې سبا نه مومي په بيع
مفت مونده شي نن ساعت هغه مرهم
د مرهمو تياري ورلره بويه
چې لا نه يې د اجل په تېغ کړم
چې دې تن له سرايه درومي توښه واخله
تر دا سرای په هورته سرای نشته محکم
د دې لارې تله څه هسې اسان نه دي
مشکلات دي په هر دم په هر قدم
که دې وېره شي له ظلمه له ستم
ته هم مه کړه په هيچا باندې ستم
که اميد لرې له رحمه له کرمه
ستا هم بويه په هر چا باندې کرم
له هر چا سره چې کړې هغه به مومې
د هيڅ تخم مېوه نه درومي برهم
اجر واړه د عمل په اندازه وي
دغه دواړه سره يو دي هم درهم
اوس د ستا رضا نېکې کړې که بدي کړې
نېک و بد دې واره کښوی شي په قلم
خدای د رزق په زېرمه مه هېروه کلک شه
تر سړي د سړي رزق دی مقدم
که ګڼې چې په حرص سره څه زيات شي
زيات به نه شي د يوې ستنې ترسپم
که هزار رنګه تالاش او تردد کړې
د قسمت شوي به نه کړې زيات و کم
ډېر هوا و حرص مه کوه خدی ياد کره
دی کافي دی د عرب او د عجم
په تا فرض عبادت د خپل څښتن دی
نه لښکرې خزانې ملک و حشم
ټوک روټۍ يوه شړۍ درلره بس ده
نور همه واړه اسراف دی مسلم
له خوراکه غرض قوت او لايموت دی
نه چې غوښي غوړي وريژي يا غنم
له پوشاکه غرض خپل سر پټول دي
نه اطلس و سقلات تاج و علم
د لحد د تارېکۍ علاج به څه کړې
چې ته دلته کې وېرېږې په تورتم
که د حرص درباندې زور شي مرګ راياد کړه
دا علاج دی دغه رنځ لره محکم
غفلت هيڅ مناسب نه دی د سپين ږېرو
خوب روا نه دی په وخت د صبحدم
مار چې سوړې لره ورشي ګوره سم شي
ته د ګور په غاړه راغلې نه شوې سم
خم قامت د دنيا کار کړې عمر واړه
او په دوه رکعته نفلونه شوې خم
ځان پخوا تر هغه وژاړه که مرد يې
چې په تا باندې ژړا کا نور عالم
نور عالم چې په تا ژاړي انصاف وکړه
بې انصافه ته په څه يې خوښ خرم
که زه نه وايم ته خود سترګې رڼې کړه
کور دې خور شه ته چارپای يې که ادم
اې رحمانه لکه ته چې په خدای ګرم يې
بل به نه وي په جهان کې هسې ګرم