...

رحمان بابا

بيا دې نوي شراب څښلي دي پوهېږم

په رخسار دی ګل کرلي دي پوهېږم

که هزارځله لاس سره کړې په نکريزو

تا زما په وينو وللي دي پوهېږم

معرکه زما د مرګ نه ده نو څه ده

رقيبان چې تا بللې دي پوهېږم

چې رقيب و تا غوږونه وبله وروړه

ما هغه ساعت ژړلي دي پوهېږم

څه حاجت دی چې دې خط په ملا لولم

چې زما په باب دې کښلي دي پوهېږم

ته خپل جور و جفا څه وايې و ما ته

ما همه واړه ليدلي دي پوهېږم

رقيبان ځکه تېری په رحمان کاندي

تا په خوا پورې نېولي دي پوهېږم