

رحمان بابا
دا يو څرنګه ژوندون دی نه پوهېږم
خوب دی خيال دی که افسون دی نه پوهېږم
جام د لبو يې چې ځان په وينو مومم
ترو زلال که جګر خون دی نه پوهېږم
د پتنګ او د بلبل تر ميان حيران يم
مخ دې اور دی که ګلګون دی نه پوهېږم
په شانه سره دې تار د زلفو بېل شو
که غوڅ شوی مې نارون دی نه پوهېږم
عشق په هسې رنګ مقام باندې قايم کړم
که وصال دی که بېلتون دی نه پوهېږم
د خپل زړه و علامت و ته حيران يم
چې موسی دی که قارون دی نه پوهېږم
د رحمان څېره يې زېړه تر کنګو کړه
خدای زده عشق دی که طاعون دی نه پوهېږم