

رحمان بابا
دا ستا درد به په هزار درمان ور نه کړم
دانسته به دغه سود په زيان ور نه کړم
که څوک راکاندي دنيا و عقبی دواړه
عاشقي به دې په اين و ان ور نه کړم
څو مې تېغ په پهلو نه دی بلوسېدلی
ستا پهلو به و رقيب اسان ور نه کړم
که يو ځله مې ستا زلفې په لاس کښېوځي
يو وېښته به دې په درست جهان ور نه کړم
که مې چېرې لاس د ستا په بوسه بر شو
دا نعمت به د جنت په خوان ور نه کړم
څو و نه وینم ستا سترګې که يې خدای کا
عزرائيل لره به هومره ځان ور نه کړم
معشوقې د عاشقانو دين ايمان دی
زه به چا لره خپل دين ايمان ور نه کړم
ستا تر زلفو پورې نورې زلفې څه دي
په خاشاک به د چمن ريحان ور نه کړم
په رحمان د ستا د لبو می حرام دی
څو د خپلو وينو جام تاوان ور نه کړم