...

رحمان بابا

صبح و شام مې لاس نېولی دی دعا کړم

خواست له خدايه ستا د مهر د وفا کړم

هيڅ دروغ رښتيا مې نه زده که باور کړې

ستا دپاره هم دروغ کړم هم رښتيا کړم

واړه ته يې خندول که ژړول کړې

زه پخپله نه خندا کړم نه ژړا کړم

که ته نه يې راته وايه باري څوک دی

زه دا هسې رنګ سر تور پښې يبل چا کړم

خوب خندا د بېلتانه په ځمکه نشته

څه ارام به په دا دشت کربلا کړم

هره ورځ چې مې تېرېږي ستا په غم کې

زه په هره ورځ پوهېږم چې غزا کړم

يو وېښته مې د صورت کوږ شوی نه دی

هسې رنګ دې پټ پنهم په زړه ادا کړم

زړه که يو دی ما خو تا لره درکړی

مګر نورو لره نو زړونه پيدا کړم

چې مې واغوست سر و پای د عاشقۍ

زه رحمان دې سر و پای بې سر و پا کړم