

رحمان بابا
زه دا هسې ديوانه او مجنون چا کړم
له رواجه له رسومه بېرون چا کړم
نه پوهېږم چې دا چارې په ما څوک کا
لېونی د خپل نګاه په افسون چا کړم
کومې سترګې کوم باڼه کومه غمزه ده
ډوب شهيد غوندې په خاک و په خون چا کړم
توان توفيق خو د فتنو راڅخه نه و
په فتنو د تورو سترګو مفتون چا کړم
رحمان هيڅ له خپله ځانه خبر نه يم
چې دا هسې رنګ زبون و محزون چا کړم