...

رحمان بابا

سر مې په کار نه دی چې يې ستا تر سر قربان کړم

زر را څخه نشته چې يې ستا په پښو ډېران کړم

کار د عاشقۍ اول ډېر راته اسان و

اوس هسې حيران يم چې دا کار به په څه شان کړم

ډېرو خلقو لافې ستا د مينې دي وهلې

هيڅوک هسې مه شه لکه زه چې يې په ځان کړم

نه لري مرهم د عاشق زخم بې تسليمه

دا څه هسې درد نه دی چې يې دفع په درمان کړم

نه کا هيڅ دښمن په دښمنانو هسې چارې

ستا په عاشقۍ کې لکه زه چې يې حيران کړم

ولې کافر نه وي مسلمان به شي که خدای کا

هر چا ته چې حسن و لطافت د ستا بيان کړم

وړاندې وي که وروستو اخر هسې معلومېږي

ستا له بېرحمۍ به زه رحمان لاس په ګرېوان کړم