...

رحمان بابا

که په سر د هغه يار له لاسه سنګ خورم

خدای دې نه کا چې به بلې خوا ته څنګ خورم

عاشقي او نام و ننګ دي وبله لرې

څو به عمر واړه غم د نام و ننګ خورم

خدای و ما و ته شېرين تر نېشکر کړه

که د يار له لاسه غشي د خدنګ خورم

د اشنا د بېلتانه په کاروبار کې

همېشه په تندی توره د فرنګ خورم

نوکري د معشوقو کوم په عشق کې

مهينې نه د بهلول نه د اورنګ خورم

شين لوګی مې په سر چتر دونهه تخت دی

ګرد غبار د خپل دولت لکه ملنګ خورم

هم په دا چې له خودۍ شمه بې خوده

د هجران په غم کې لپې لپې بنګ خورم

لکه څوک چې نعمتونه د دنيا خوري

زه د يار د جفا زهر په دا رنګ خورم

واړه زهر شي زما تر ستوني درومي

بې له ياره که همه لاچې لونګ خورم

زه رحمان به څو ژوندی په جهان ګرځم

چې په بله لمبه څرخ لکه پتنګ خورم