...

رحمان بابا

د هجران له ډېره غمه ولې نه مرم

له دې هسې رنګ ماتمه ولې نه مرم

چې يو يار له بله ياره جدا کېږي

د دې دور له ستمه ولې نه مرم

چې هرهر سحر زما په ژړا خاندي

له دې هسې صبحدمه ولې نه مرم

يار چې يار په سترګونه ويني خو مرګ دی

ترو زه بې خپله صنمه ولې نه مرم

چې په لږه ګرمۍ شا کاندي و ګل ته

له دې بې وفا شبنمه ولې نه مرم

چې د مرګ خوارۍ په خوا لرې رحمانه

لا پخوا تر دغه دمه ولې نه مرم