...

رحمان بابا

و محمود و ته نظر کوه مدام

چې غلام کړو خپلي مينې د غلام

د نېکانو مدعا خو نېک عمل دی

ساعت نه ګوري که صبح وي که شام

چې د زړه حضور يې نه وي په نمانځه کې

په کار نه دی مقتدي وي که امام

چې مجنون غوندې په ميني کې صادق وي

رحمان وايي په هغه باندې سلام

هم نغمې کاندې هم رقص کا هم خاندي

د رحمان په شعر ترکې د باګرام