

رحمان بابا
په لېمه کې مې مدام
ګرځي عکس د ګلفام
تور د سترګو مې ګلګون شوه
په ارزو د ګل اندام
بې د سترګو له خونابه
نه باده لرم نه جام
په طلب د دلارام کې
ما و نه لیده ارام
زنخدان يې خدای کوهي کړ
ورپرېوځم په هر ګام
که يې خال غلام د مخ دی
زه غلام يم د غلام
که په عشق کې ناکام ډېر دي
دا ناکام دی زما کام
خوښ يم زه په عاشقۍ کې
که نېک نام يم که بدنام
په يارۍ کې مې قبول دی
ملامت د خاص و عام
د دعا په عوض غواړم
د خپل يار د خولې دشنام
تر ښکنځلو بي يې زار کړم
دغه خپل دعا سلام
تلخ ګفتار يې راته خوږ دی
تر کشمشو تر بادام
هم هغه مې مسېحا دی
چې يې راکاندي پېغام
مخ د يار ماه تمام دی
رحمان ولیده تمام