...

رحمان بابا

تور لېمه مې د فراق په ژړا سپين شول

دوباره د زړه په وينو کې رنګين شول

ما وې زه به لا ديدن کړم د يارانو

خبر نه يم چې ياران په کوچ تعيين شول

چا پتنګ غوندې ځان واچوه و اور ته

څوک ژوندي لکه بلبل په اتشين شول

و مرده و ته د مرګ خوارۍ شوې پېښې

او ژوندي په زندګۍ کې اندوهګين شول

د قضا سپاهيانو هسې لاس په تاخت کړ

چې پايمال هزار خسرو هزار شيرين شول

چې قدم يې په اسمان اېښود له نازه

هغه هسې نازپرور زېر زمين شول

چې مدام يې په سنجاب د پاسه خوب کړ

اوس په ځمکه بې بستره بې بالين شول

د رحمان خاطر به ولې پرېشان نه وي

چې پرېشان ورڅخه جمع همنشين شول