...

رحمان بابا

چې له نازه پوشيده لري چشمان خپل

څه به ويني مقتولان او مظلومان خپل

چې کنځل راته په قهرقهر کاندي

دا لا وګڼي په ما باندې احسان خپل

ګفتګو په اشارت کاندي له نازه

کله اسم د چا اخلي په زبان خپل

په ګريبان باندې چې ټک وهي غوتۍ

عاشق کېباسي لاسونه په ګرېوان خپل

خريدار يې له حيرته بې شعور شي

چې د حسن رخت څرګند کا په دکان خپل

چې خپل مخ په ايينه کې ورڅرګند شي

خود پخپله سرفرو کاندي په ځان خپل

چې هر څوک يې عاشقۍ و ته هوس کا

ګويا لوبې کا په دين او په ايمان خپل

هيڅ صرفه د چا په سرو په مال نه کا

ماليدلي دي پخپله مطلوبان خپل

مجنون ملک د عاشقۍ هاله خپل کړو

چې په اور باندې يې وسو ځان و مان خپل

دا مقام دی د هغو رنګه عالمو

چې هيڅ نه ويني په سترګو سود و زيان خپل

افرين د عاشقانو په همت شي

چې ورتېر تر سر و مال ويني جانان خپل

هيڅ د سترګو غړولو خوند يې نه وي

چې رحمان په سترګو نه ويني جانان خپل