

رحمان بابا
بېلتانه دې هسې خوار کړ زما دل
چې له ځانه يې وېزار کړ زما دل
عاشقۍ هومره داغونه دي پرې ایښي
چې تمام يې لاله زار کړ زما دل
چې د زلفو په کمند سره دې راکېښ
په بلا دې ګرفتار کړ زما دل
ستا چشمانو پکې هسې مقام ونيو
چې له غيرو يې وېزار کړ زما دل
لاس و پښې د خلقو نېسي دعا غواړي
ميني هسې منت بار کړ زما دل
بې سببه چا ازار موندلی نه دی
تا په څه سبب ازار کړ زما دل
زه رحمان خو منت بار د عاشقۍ يم
چې مين يې په دلدار کړ زما دل