

رحمان بابا
مه غوږ باسه د نا اهلو قيل و قال
په کار نه دی قيل و قال د بد سګال
يا به فخر په خپل اهل و په نسب کا
يا به فخر کا په ال او په عيال
يا به ذکر د لذت و د زينت کا
يا به فکر کا د مال و د منال
يا به هسې پوچ ګويي کاندي اغازه
چې مضمون يې نه مردار وي نه حلال
د دانا او د نادان صحبت دی
لکه ګډ شي وبله لعل وکوتی لال
لکه لعل کوتی لال چې وبله ګډ شي
يا صحبت شي د عيسی او د دجال
هغه عمر چې تېرېږي بې هم جنسه
ترو به څه وي د هغه عمر احوال
د دنيا چارې فاني دي مرد هغه دی
چې خبر شي په ثواب او په وبال
اباسيند لا څه مجال لري په تله کې
د دنيا د چارو هيڅ نه وي مجال
د دنيا چارې په مثل خواب و خيال دي
څوک به څه کا اعتماد په خواب وخيال
لکه ملک و مال په خوب کې ورڅرګند شي
خو چې ويښ شي نه يې ملک وي نه يې مال
لکه ځګ چې د اوبو په سر لیده شي
که يې واخلي هيڅ ور نه شي په چنګال
لکه دود چې غرونه غرونه څرګندېږي
تار په تار شي په يوه نري شمال
لکه يخ چې د سړو په زور شي جمع
هيڅ يې نه وي د افتاب په مخ مجال
په يوه ساعت باران بيا شين اسمان شي
لکه ابر د پسرلی د پشه کال
په يوه ساعت يې ساز بيا يې ويران کا
خاورې ختې دي په لاس کې د کلال
د مجاز په معشوقو کې وفا نشته
ما هزار ځله وښکلی دی دا فال
اعتماد يې په ښادۍ او په غم مه کړه
نه يې هجر په قرار دی نه وصال
ګاهې تور کودی په مخ باندې راکيښ شي
ګاهې راکيښ شي په مخ باندې رويمال
لکه مالګه چې څوک کېږدي په اوبو کې
زه هم هسې سر زده يم په مثال
چې د مرګ و تاخت و باخت و ته نظر کړم
صورت وينم د مېږي په څېر پايمال
خراب دل مې بهې غواړي بلا دا شوه
چې کهې رامعلومېږي په هر کال
که وصال مې د يار بيا موند هاله سيال يم
ګڼه نه يم زه رحمان د هيچا سيال