

رحمان بابا
هيڅ مې نه کړه په دا عمر کې حاصل
هسې پاتې شوم مردود و نا قابل
مالا بوی هم د وصال موندلی نه دی
تش په توره مې خدای نوم کړ د واصل
هسې ډوب يم د ګناه په ګردابونو
چې په سترګو مې ونه لیده ساحل
له وطنه مي په هر زمان وباسي
رقيبان يې را پسې کړل محاصل
که بلا ده که جفا ده که وفا ده
دا همه واړه په ما کړه خدای نازل
د دنيا په پلېتۍ مې ځان پلېت کړ
حيف دی دا چې نه عالم شوم نه عامل
توره ږيره مې شوه سپينه زه حيران يم
چې رحمان لا نه بالغ شوم نه عاقل