...

رحمان بابا

اېښی مې په سر دی سات د مخ د مينې ګل

بيا مې تور لېمه دېي ستا د زلفو تور سنبل

ته چې اينه په لاس کې واخلې حيرانېږې

زه له کومه راوړم صبوري او تحمل

ګرځې په حمن کې منګل ډکه په ګلونو

خدای زده چې ګلونه وړې يا زړونه په منګل

هم مې مښک لیدلې هم عنبر دي په جهان کې

شاباش شاباش شاباش ستا د زلفو په کاکل

نه به ستا د مخ په څېر ګلشن وي چا لیدلی

نه به وي زما په څېر اهونه د بلبل

هسې تغافل کا ستا په جور و په جفاکې

خلق حيرانېږي د رحمان په تغافل