...

رحمان بابا

زغره واغونده مالا وتړه په جنګ

دغه پسه معرکه کوه د ننګ

و بې ننګ و ته د ننګ خبرې مه کړه

يا ځان وګڼه په خپلو وينو رنګ

ننګيالی چې يوځل مخ کا په يو لوري

نور هيڅ نه ويني کوهی وي که ګړنګ

هيڅ له ځانه له جهانه خبر نه وي

چې چراغ په نظر کښېوځي د پتنګ

د بلبلو وچمن و ته پرواز وي

د اور پښتي و اتش ورته غورزنګ

که جهان وبې هنروته فراخ وي

يو لحد دی هنرمندو لره تنګ

هغه ښهر جوهري لره زندان دی

چې يکسان وي پکې لعل و مردار سنګ

اسمان ځمکه دواړه ژامي د نهنګ دي

څه به زيست کا څوک په خوله کې د نهنګ

په ښادي يې هيڅ ښاد مه شه که دانا يې

غم ښادي دي د دې دهر څنګ په څنګ

که رحمان د هغو تلليو وصال مومي

تېر به نه کا په دا دور کې يو درنګ