...

رحمان بابا

که په بخت کم بختان نه وای خسته دل څوک

په حضور به له تا ولې بېلیدل څوک

و ديدن و ته دې هر چا رضا کېږي

ولې حکم بې له تا نه لري بل څوک

که يې لاس د خدای په چارو رسېدلی

بې مقصوده به يو دم نه سهېدل څوک

دا يو سر دی ما دا ستا شکرانه کړی

بر ناحق مې وېروي په سرودل څوک

دا همه شوميت زما دی چې را رسي

ګڼه ته او د چا زړونه بدول څوک

که په مينه د ليلی مبتلا نه وای

خوار مجنون په دې بيديا غرونه ځنګل څوک

مين هره بلا کاندي که باور کړې

ګڼه زه عبدالرحمان هومره ويل څوک