

رحمان بابا
چې مشغول نه وي د ترکو په جمال څوک
نور به څه کا په هان کې اشتغال څوک
د بل خط په عبارت به څه نظر کا
چې نظر کاندي د ستا په خط و خال څوک
نور خوبان د ستا تر مخ پورې دي هسې
لکه بل کا د افتاب په مخ مشال څوک
چې عنقا شو اهل دل په دا دنيا کې
ترو به څه وايي و چا و ته احوال څوک
که عاشق په عشق کې ژاړي هيڅ ګرم نه دی
په دا هسې درد کې نه لري مجال څوک
چې يې قيل و قال له ياره سره وشي
له نور چا سره به څه کا قيل و قال څوک
چې په اصل کې خدای نه دی پيدا کړی
ترو به څه غواړي د ستا د مخ مثال څوک
سرخرويي د هر سړي په ځيګر خون ده
نه هغه چې په سر اچوي سور شال څوک
مخ روڼی دی د عاشق په خپلو اوښو
په دا نه شي چې يې مږي په رويمال څوک
د دنيا چارې فاني دي مرد هغه دی
چې نظر کا په حرام او په حلال څوک
هر چې کر کا د وربشو غنم غواړي
له خاطره دې بېرون کا دغه خيال څوک
سړی بويه چې په نېک عمل نازېږي
نه چې ناز کا د دنيا په ملک و مال څوک
که يې شعر د رحمان مومند تر غوږ شي
غوږ به نه باسي په شعر د خوشحال څوک