

رحمان بابا
په ښايست زما د يار نه دي خبر څوک
که خبر شي پرې نه نه ږدي دغه در څوک
د دنيا چارې همه واړه فاني دي
بر ناحقه خاورې لوني په خپل سر
څوک
چې قبول شي په درګاه د مهرويانو
د هغه په څېر به نه وي بختور څوک
که زما د يار په مخ د چا نظر شي
و به نه کا و بل مخ و ته نظر څوک
که هر څو دلبران ډېر دي په جهان کې
بل به نه وي زما يار غوندې دلبر څوک
د ديدن طاقت يې هيچا څخه نشته
و افتاب ته کتی نه شي برابر څوک
عاشقي يوه پايه ده عجايبه
دغه کار کولی نه شي هم هر هر څوک
له هجرانه بله سخته بلا نشته
خدای دې نه کاندې زخمي په دا نښتر څوک
مخ به بل خواته هرګز و نه جار باسي
چې شي ستا پر خمارو سترګو ابتر څوک
و به نه رسېږي تا ته په اسانه
ستا په غم چې خاورې نه کاندي په سر څوک
ارمانونه به کوي زار زار به ژاړي
چې حاصله ګونټه نه کا په ششدر څوک
هومره نوم د عاشقۍ ورباندې مه ږده
چې د يار په غم کې نه شي قلندر څوک
هغه نه کاندي نظر وسيم وزر ته
چې په لور د خپل اشنا کاندي نظر څوک
په ګلونو د ګلزار به ميل نه کاندي
چې خوبونه کا د يار په خاکستر څوک
بې رهبره يون د عشق په لارې ګران دی
دلته بويه چې پيدا کاندي رهبر څوک
چې بېلتون په سترګو ويني اشنايي کا
د رحمان په څېر به نه وي بې هنر څوک