

رحمان بابا
زړه مې تراشي د بڼو په تېره نوک
ماتوي مې دوه دېرش غاښ واړه په سوک
په غمزو د تورو سترګو يم وژلی
ژوبل ژوبل پړوکې پړوکې يم ټوک ټوک
که نارې وهم که خاورې په سرلو نم
نارواشه که پروا لري يو چوک
لکه ګل چې څوک د طفل په لاس ورکا
هسې رنګ دې زما زړه کړ شوک په شوک
که له ډېره درد وغمه مې زړه وچوي
ورته هيڅ دي زما درد و زما دوک
درست جهان يې په غم ډوب کړسرترپايه
که ګدای دی د دې دهر که ملوک
د اسمان په نيلي سور لکه افتاب شي
د زرېفتو دستار کېږدي په سر هوک
که انصاف لرئ په زړه کې منصفانو
راشئ ګورئ د دلبرو دا سلوک
زه به ولې دخپل يار ثنا نه وايم
چې سحر سحر نارې وهي تل غوک
چې عاشق د دلبرانو په جمال شي
اې رحمانه ځان دې ژاړي کوک په کوک