

رحمان بابا
چې علاج کولی نه شي د قسمت څوک
ترو به څه وايي و چا ته نصيحت څوک
هغه چارې چې موقوفې په تقدير دي
په هيچا باندې دې نه کا ملامت څوک
که نظر کا و قضا و هم رضا ته
په هيچا باندې دې نه کا ملامت څوک
د مطلوب جفا وفا واړه هنر دی
چې پوهېږي د حکماو د حکمت څوک
غم په ځان د چا پېرزو دی باري څه کا ؟
چې د خدای په کړو کې نه لري قدرت څوک
د ابليس و رياضت ته دې نظر کا
څه غرور کا په طاعت په رياضت څوک
علت لاړ شي عادت نه ځي له سړي نه
خدای دې نه کاندی په بده چار عادت څوک
زه رحمان د بېلتانه سېلاب يم وړي
که لاس را کاندي د خدای په محبت څوک