

رحمان بابا
ماتوي مې خوله په سوک
خراشي مي زړه په نوک
که نارې وهم که ژاړم
پروا نه لري يو څوک
راشئ ګورئ منصفانو
د دلبرو دا سلوک
لکه ګل په لاس د طفل
زما زړه کا شوک په شوک
د چشمانو په غمزه يې
ژوبل ژوبل يم ټوک ټوک
په توسن د فلک سور شي
دستار کېږدي په سر هوک
هيڅ اثر ورباندې نه کا
د دردمنو درد و دوک
اې رحمانه چې عاشق شي
ځان دې ژاړي کوک په کوک